د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم: په روانو ګرفتاریو کې له حکومت سره خبرې ممکن نه دي


غورځنګ وايي د اییني حقونو لپاره مبارزه کوي - د ۲۰۱۸ز په اپرېل کې د سوات جلسه
غورځنګ وايي د اییني حقونو لپاره مبارزه کوي - د ۲۰۱۸ز په اپرېل کې د سوات جلسه

پراګ - پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) وايي، حکومت ورسره له یوې خوا د جرګې خبره کوي او له بلې خوا یې غړي نیسي.

د غورځنګ ویاند فضل خان د جون پر ۲۵مه وویل، دې حالاتو کې له حکومت سره جرګې او خبرې اترې کول ممکن نه برېښي:

"زموږ تقریباً ۳۰ تکړه ملګري، چې په میدان کې په مبارزه کې یې عملي برخه اخیسته، نیول شوي دي. په دې کې داسې کسان هم شته چې د هغوی پر ضد رپورټونه او مقدمې جوړې شوې وې، او په هغې کې د عدالتونو له خوا د هغوی ضمانتونه وشول. خو ډېپټي کمېشنرانو خپل اختیارات استعمال کړل، دوی یې [د نقض امن له دفعو سره سم] ونیول او بیا یې په جېلونو کې واچول. نو زموږ د ملګرو خلاف دغه شان حربې په مختلفو طریقو باندې روانې دي."

که د ملک د ایین او قانون د ماتولو کوشش وکړي، نو پر ضد به یې اقدامات کوو.
سلطان محمد خان

خو د خیبر پښتونخوا د قانون، انساني حقونو او پارلېماني چارو وزیر سلطان محمد خان وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ اییني غوښتنې به اورېدل او منل کېږي خو په دې غورځنګ کې د شاملو هغو عناصرو خلاف به لازمي کارروايي کېږي چې په وینا یې د هېواد ضد کار کوي:

"پي ټي ایم چې سمه خبره کوي نو هغې ته به موږ سمه وایو. خو که د ملک د ایین او قانون د ماتولو کوشش وکړي، نو پر ضد به یې اقدامات کوو. یا په پي ټي ایم کې دننه داسې خلک شته او د هغوی په اړه موږ انټیلیجنس (استخباراتي( رپورټونه لرو چې هغوی زموږ له دښمنو هېوادونو مالي مرستې او یا هدایات اخلي نو د دې خبرې خو موږ اجازت نشو ورکولی."

تر دې مخکې هم د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال اصف غفور په ګډون ځېنو چارواکو پر پي ټي اېم له بهره د مرستو اخیستو تورونه پورې کړي خو غورځنګ په بیا بیا ویلي چې حکومتي چارواکي دې پلټنې وکړي، د خپلو تورونو شواهد دې وړاندې کړي، او کارروايي دې وکړي.

زموږ تقریباً ۳۰ تکړه ملګري، چې په میدان کې په مبارزه کې یې عملي برخه اخیسته، نیول شوي دي.
فضل خان

د غورځنګ او حکومت ترمنځ د خبرو اترو لپاره د قبایلي مشرانو د یوې جرګې غړی ملک خان مرجان وايي په قامي اسمبلۍ کې د شمالي او جنوبي وزیرستان استازو محسن داوړ او علي وزیر په ګډون د غورځنګ د ټولو غړو او ملاتړو خوشې کولو هېڅې کوي:

"اوس هم زموږ خبرې روانې دي، څه لږ مسایل پکې پاتې دي، تمه ده چې هغه به هم ژر حل شي. تر دې وړاندې هم زموږ په جرګه د غورځنګ یو شمېر کسان خوشې شوي. د دوی پر ضد چې د ترهګرۍ مقدمې درج شوي، پر هغې هم خبرې شوي دي. اوس به موږ په نېږدې راتلونکې کې یوه بله جرګه او مشورې کوو؛ هیله ده چې دا ستونزه به هواره شي."

د جون پر ۲۳مه او ۲۴مه هم د پاکستان امنیتي ځواکونو او پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ پېنځه نور مشران رحمت شاه مسود، اقبال لالا، ملک نېکم خان، یوسف مسود او اسرار ساپی ونیول. دا کسان د جنوبي وزیرستان پر کوټکي او د ټانک پر کاوړ امنیتي پوستو او په پېښور کې ګرفتار شول.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG