امریکايي پوځ وايي، په افغانستان کې یې دوه سرتېري وژل شوي
پوځ په یوه بیان کې ویلي چې دا سرتېري د جون پر ۲۶مه، له وسله والو سره د جګړې پر مهال وژل شوي خو د پېژندګلوۍ په اړه یې څه نه دي ویلي.
په بیان کې دا هم نه دي ویل شوي چې دا پېښه چېرې شوې.
له دې سره سږ کال په افغانستان کې د وژل شویو امریکایي عسکرو شمېر شپږو ته ورسېد.
دا تر هغې وروسته ده چې د جون پر ۲۵مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو کابل ته په یو ناڅاپي سفر کې وویل، چې واشنګټن هیله من دی چې د ۲۰۱۹ز کال د سېپټېمبر تر لومړۍ له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسي.