د لاسرسي ځای

تازه خبر

بابر عطا: د پوليو وايرس مخنيوي لپاره نوې تګلاره جوړوو


يو ماشوم ته پوليو څاڅکې ورکول کېږي.(ارشېف)
يو ماشوم ته پوليو څاڅکې ورکول کېږي.(ارشېف)

پراګ ـ د پوليو په اړه د پاکستاني وزيراعظم سلاکار وايي، ماشومانو ته د پوليو څاڅکوورکولو په اړه په يوه نوې تګلاره غور کوي.

بابر بن عطا د جون پر ۲۳مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې په دې اړه به د جون پر ۲۴ مه د خېبر پښتونخوا له وزيراعلا سره يوه بیړنۍ غونډه کوي چې پکې به د مختلفو ضلعو لوړ پوړي چارواکي هم ګډون کوي.

نوموړي وويل، په غونډه کې به دا وړاندېز وکړي چې هغه کورنۍ چې ماشومانو ته د پوليو څاڅکو ورکولو څخه انکار کوي بايد په زوره اړ نکړل شي.

په بنو، لکي مروت او وزيرستان کې يې د خلکو د قايلولو تجربې ښه نتيجه ورکړې ده نو ځکه غواړو دغه تګلاره د صوبې په نورو برخو کې هم خپله کړل شي.
بابر بن عطا

دده په وينا، پکار يوه نوې تګلاره جوړه شي چې له مخې انکاري کورنۍ قايله کړل شي چې ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکړي.

بابر بن عطا زياتوي، په بنو، لکي مروت او وزيرستان کې يې د خلکو د قايلولو تجربې ښه نتيجه ورکړې ده نو ځکه غواړې دغه تګلاره د صوبې په نورو برخو کې هم خپله کړل شي.

دده په وينا، ډپټي کمشنران د پوليو څاڅکو په اړه زيات پام تخنيکي اړخونو ته کوي خو په غونډه کې به وزيراعلا ته وړاندېز کوي چې د ضلعي انتظاميه دې داسې يوه تګلاره خپله کړي چې له انکاري کسانو سره مخامخ و ويني او قايله يې کړي چې خپلو ماشومانو ته دې د پوليو څاڅکې ورکړي.

د پوليو څاڅکو کمپېن د اپريل پر ۲۲مه نېټه هغه وخت له ستونزو سره مخامخ شو چې د پېښور ماشوخېلو خلکو ادعا وکړه چې تر واکسين وروسته يې په سلګونو ماشومان ناروغه شوي دي.

خو وروسته د يېښور ليډي ريډنګ روغتون مشر وويل چې د ماشومانو ناروغي د پوليو څاڅکو سره هېڅ تړاو نلري بلکې دا ګنګوسې او دروغ وو.

بابر بن عطا وايي، په پاکستان کې په دې وروستيو کې شاوخوا دوه لکه کورنيو، خپلو ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکولو څخه انکار کړی وو چې پکې تر نيمايي زيات د خېبر پښتونخوا دي.

د خېبرپښتونخوا د پوليو ناروغۍ مخنيوي ادارې يو چارواکي ډاکټر امتياز شا د جون پر ۲۱مه نېټه مشال راډیو ته ويلي وو چې د ۲۰۱۹ز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۲۷ ماشومان ګوزڼ وهلي دي چې پکې ۲۱د خېبر پښتونخوا دي.

د پاکستان حکومت د جون پر ۱۷مه نېټه د هېواد په زياتره برخو کې په لکونو ماشومانو ته د پوليو وايرس ضد واکسين ورکړی وو.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه هېوادونه دي چې پکې لاهم د پوليو وايرس شته.

XS
SM
MD
LG