د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې درې نور ماشومان ګوزڼ وهلي


د پولیو صد کمپاین پخوانی عکس

د خيبر پښتونخوا د پوليو ناروغۍ مخنيوي ادارې يو چارواکي ډاکټر امتياز علي شاه مشال راډيو ته وويل چې د پوليو درې واړه کيسونو له ليبارټرۍ تصديق شوي دي او په لومړي وار په تور غر ضلع کې يو ماشوم په دې رنځ اخته شوی دی.

د خيبر پښتونخوا وزيراعلا محمود خان د جون پر ۲۰مه په دې لړ کې يوه غونډه رابللې وه او د پوليو پر دې نويو کيسونو يې اندېښنه څرګنده کړه.

په پيښور کې په دې وروستيو کې له پوليو ضد کمپاين څخه خوښي ښودل کېده خو د ۲۰۱۹م کال په اپريل مياشت کې د ناسمي پروپېګنډې له کبله دې هلو ځلو ته زیان ورسېدی.

ډاکټر امتياز علي شاه وايي، په دې تازه موندل شوو ناروغانو کې د بنو د ۲۱ مياشتو ماشومه، د لکې مروت ۱۵ مياشتېنی ماشوم او د تور غر د ۱۰ مياشتو ماشوم شامل دي.

ده وویل ، "په ټوله خيبر پښتونخوا کې د پوليو ناروغانو شميره ۲۱ ته رسيدلې ده او په ټول پاکستان کې په روان کال کې د پوليو ۲۷ ناروغان ثبت شوي دي."

نوموړي وویل چې د پوليو ضد کمپاين کاميابي په ټولنه کې د مېندو پلرو منلو سره تړل شوې ده.

د ده په وینا که چېرې هغوي خپلو ماشومانو ته د څاڅکو له ورکولو انکار کوي يا شکونه لري نو بیا دا کمپاين نشي بریالی کېدای.

په پاکستان کې د اپريل پر ۲۲مه نېټه د پوليو ضد کمپاين شوی وو چې د پوليو له منځه وړلو ملي پروګرام د مالوماتو له مخې ۳۹ میليونه ماشومانو ته د پوليو وايرس ضد واکسين ورکړل شوي وو.

په پيښور کې مېشت خبریال طارق وحيد وايي، ​د پېښور په ماشوخېلو کې د خپره شوې غلطه افوا وړاندې داسې ډېر لږ مور او پلار وو چې خپلو ماشومانو ته به یې د پولیو د څاڅکو له ورکولو انکار کاوی.

ده وویل ، " له هغې وروسته ډيرې زياتې مسلې رامنځ ته شوې دي او په روایتي میډیا کې هغه ته ډېر ځای نه وو ورکړل شوی خو په ټولنیزو رسنیو کې هغه موضوع ډېره خپره شوه." ​

ډاکټر امتیاز علي وویل ، دا رنځ به هم هغه وخت له منځه وړل کېږي چې پرضد یې ماشومانو ته دا څاڅکي ورکړل شي.

نوموړي د دې څاڅکو د کره والي په اړه وویل ، کوم سړی چې عمرې يا حج ته ځي نو هغه ته هلته لازمي د پوليو ضد څاڅکې ورکول کېږي. نو دا ثابته ده چې دا حرام نه دي.

د ده په وینا ، خپلو ماشومانو ته پوليو ضد څاڅکي نه ورکول د هغوي ژوند له خطر سره مخامخ کول دي.

په نړۍ کې پاکستان او افغانستان يوازني هېوادونه دي چې د پوليو ناروغې اوس هم پکې موجوده ده.

XS
SM
MD
LG