د اېتوپیا وزیراعظم وايي، د هېواد په یوه سیمه کې یې د کودتا هڅه ناکامه کړې.
ابي احمد د جون ۲۲مې شپه ناوخته دولتي خبري اژانس ته وویل چې د کودتا هڅه په امهره سیمه کې د پوځ یوه جنرال او نورو پوځیانو وکړه.
دی زیاتوي، په عملیاتو کې ځېنې کسان وژل شوي او ژوبل دي خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.
په عین وخت کې د وزیراعظم یوې ویاندې د جون پر ۲۳مه، وویل چې هم د شنبې یا خالي پر ورځ د اېتوپیا د پوځ مشر په پلازمېنه ادیس ابابا کې وژل شوی دی.
په پلازمېنه کې امریکايي سفارت ویلي، د جون پر ۲۲مه د ډزو له رپورټونو خبر دی.
اېتوپیا په سیمه کې د امریکا مهم ملګری هېواد دی.