د جاپان پوځ وايي، د روسیې دوو پوځي الوتکو یې چې د فضايي حدودو سرغړونه وکړه نو ځکه یې جنګي الوتکې مقابل پرواز ته مجبوره شول.
د جاپان دفاع وزارت د جون پر۲۰مه په بیان کې وویل چې د روس ټي یو پنځه نوي TU ۹۵ جنګي الوتکه د هېواد جنوبي جزیرو ته نېږدې شوې او بیا شمالي برخې ته ولاړې.
وزارت وویل چې دغو الوتکو دوه وارې له اوکې ناوا سره نېږدې د یوې جزیرې په فضايي حدودو کې په داخلېدو سره خلاف ورزي وکړه او د پلازمېنې ټوکیو په جنوب کې یې د یوې بلې جزیرې په داخلېدو هم د دوی د فضايي حدودو سرغړونه وکړه.
د روس پوځ لا په دې اړه څه نه دي ویلي.