د پکتیکا د برمل ولسوالۍ امنیه قوماندان د وسلهوالو مخالفانو په یوه کمین کې ووژل شو.
د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین مشال راډیو ته وویل چې محمد ایوب تندر بېګا شپه د یحییخېلو ولسوالۍ د ګلوال په سیمه کې کور ته پر لار وو چې برید ورباندې وشو.
د ارین په خبره محمد ایوب تندر او ساتونکو يې له وسلهوالو مخالفانو سره نږدې درې ساعته جګړه وکړه.
په دې پېښه کې د هغه درې ساتونکي ټپیان شوي او درې وسلهوال مخالفان هم وژل شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه رسنیو ته د یاد برید په اړه څه نهدي ویلي.