د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرېکټ نړیوال جام: ساوت افریقا او نیوزي لېنډ سره مخامخ دي


د نیوزیلنډ توپ نیوونکی
د نیوزیلنډ توپ نیوونکی

د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د ساوت افریقا او نیوزیلنډ ترمنځ لوبه روانه ده.

د لوبې پچه نیوزي لېنډ ګټلې او ساوت افریقا ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړې ده.

په روانو سیالیو کې ساوت افریقا څلور لوبې کړي، درې يې بایللي او یوه يې ګټلې ده، نيوزیلنډ بیا په خپلو څلورو لوبو کې درې ګټلې او یوه يې د باران له امله مساوي پای ته رسېدلې ده.

د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې انګلېنډ افغانستان ته په ماتې ورکولو سره لومړی ځای خپل کړ.

افغانستان به خپله شپږمه لوبه راتلونکې شنبه له هند سره کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG