د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمې د ړنګو شوو کورونو تاوان غواړي


د خېبر پښتوخوا د منځنۍ کورمې ځینې اوسېدونکي وايي، د وسله والو پرضد د پوځي عملیاتو له کبله یې د نړېدلو کورونو سروې لا هم نه ده شوې.

د منځنۍ کرمې غورغوريوالو، د جون پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې کلونه تېر شول خو لاهم حکومت ورته د رسېدلو تاوانونو معاوضه نه ورکوي.

مرستیال کمشنر فضل ودود مشال راډیو ته وویل، دا خلک دې ډاډه اوسي او دوی به ډېر ژر د نړېدلو کورونو په اړه د مالوماتو راټول پیل کړي.

په کورمه کې د جګړې ځپلو په اړه سروې له ۲۰۱۷م کاله روانه ده چې تر اوسه پکې د چارواکو په وینا د ۷۰۰۰ کورنیو مالومات را غونډ کړل شوي دي.

د ځايي خلکو او چارواکو په وینا، له کورمې څخه د جګړو له کبله شاوخوا ۴۲ زره کورنۍ بې کوره کړل شوې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG