د لاسرسي ځای

تازه خبر

 امریکا دې له ایران سره نرمي وکړي: چین


د امریکا او چین ګډ بیرغونه. عکس له ارشیفه.
د امریکا او چین ګډ بیرغونه. عکس له ارشیفه.

چین امریکا ته خبر داری ورکړی چې پر ایران دې چې دی یې د انتهایي فشار چلونه بولي، نرمي راولي او زیاتوي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ زیاتېدونکي ممکنه ټکر اندېښمن کړی دی.

په بیجنګ کې د شام بهرنیو چارو له وزیر سره تر لیدنې وروسته چینایي حکومتي کونسلر وانګ یي پر ایران هم غږ وکړ چې له نړیوالو طاقتونو سره پر شوي اټومي تړون ولاړ پاته شي.

د ایران او امریکا تر منځ تر هغې وروسته تناو زیات شو چې کله پروسږ کال امریکایي ولسمشر ډانلډ ټرمپ له ایران سره کړی اټومي تړون پای ته ورساوه. د هغه تړون له مخې پر ایران نړیوال بندیزونه نرم کړل شوي ول.

تیره اونۍ د عمان په خلیج کې پر تېل وړونکیو دوو کښتیو له بریدونو وروسته د ایران او واشنګټن ترمنځ حالات نور هم خراب شول. امریکا د دغو بریدونو تور پر ایران لګوي خو تهران دغه تورونه ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG