د کرېکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې نن دوشنبه بنګلهدېش او ويسټ انډيز د انګلستان په تانتون لوبغالي کې لوبېږي.
په یکشبه هند، په لوی واټن له پاکستانه لوبه یووړه.
د لوبې پچه يا ټاس پاکستان وګاټه، خو هندوستان ته يې بلنه ورکړه چې لوبه پيل کړي.
هندوستان په ٥٠ اوورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو سره ٣٣٦ منډې وکړې.
څرنګه چې باران وشو، نو پاکستان ته په ٤٠ اوورونو کې ٣٠٢ منډې په کار وې.
پاکستان د ٦ لوبغاړو په سوځېدو يوازې د ٢١٢ منډو په کولو وتوانېد او لوبه يې د ۸۹ منډو په توپیر پر هندوستان بايلوده.
تمه ده، د افغانستان کرېکټ ملي ټيم سبا سېشنبه له کوربه انګلستان سره د مانچېسټر په لوبغالي کې لوبه وکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني به هم چې دا مهال په برېتانيا کې دى د دې سیالۍ ليدو ته ورشي.