ډپټي کمېشنر مشال راډیو ته ويلي چې چاودنه نن ۱۱ بجې د ناوګۍ په دربنو کې شوې چې پکې مولانا ګلداد خان او د ځايي ملک قيوم زوی ژوبل شوي دي.
دوی د علاج لپاره پېښور ته وړل شوي دي خو حالت يې مرګونی نه دی. چاودنه هغه وخت وشوه چې مولانا ګلداد خان له خپلو لمسیانو سره په ګاډي کې خپلو کروندو ته روان وو.
مولانا ګلداد خان د سيمې يو مخور کس دی چې مخکې هم څو ځله ورباندې حملې شوې دي.