د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو پلاوی د سولې خبرو لړ کې چین ته تللی


طالبانو تر دې وړاندې په روسیه او نورو هیوادونو کې هم د سولې اړوند خبرې کړې دي.
طالبانو تر دې وړاندې په روسیه او نورو هیوادونو کې هم د سولې اړوند خبرې کړې دي.
طاهرخان ـ اسلام اباد

د افغان طالبانو يو پلاوی د چين چارواکو سره په بيجينګ کې ګوري. په قطر کې د طالبانو د غېر رسمي دفتر يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط د جون پر ۱۶مه، مشال راډيو ته وويل چې په دې ناستو کې به د سولې په اړه سلا مشورې کېږي.

د طالبانو یو پخواني چارواکي او ویاند عبدالحۍ مطمین مشال راډیو ته وویل چې چین ته د ورغلي پلاوي مشري مولوي عبدالغني برادر کوي. مطمین که څه هم اوس مهال د افغانستان د طالبانو په لیکه کې څه ډول مسولیت نه لري خو د هغوی له فعالیتونو باخبره دی.

که څه هم د طالبانو رسمي ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه څه نه دي ویلي خو د طالبانو یوې بلې مهمې سرچینې هم مشال راډیو ته تایید کړه چې د دوی پلاوی بیجنګ ته تللی دی.

د عبدالحۍ مطمین په وینا دا چې په قطر کې د سولې په اړه راتلونکې خبرې مهمې دي نو طالبان غواړي چې د نورو مهمو هیوادونو سره هم پرې خبرې وکړي چې پکې چین هم شامل دی ځکه چې یاد هیواد د افغانستان د سولې د پروسې یو مهم لوبغاړی دی.

طالبانو تر دې مخکې هم د چيني چارواکو سره کتلي دي. دوی د امريکايي استازو سره هم په څو مرحلو کې خبرې کړې دي خو د افغان حکومت سره ځکه له ناستې انکار کوي چې په وېنا يې د جګړې اصلي لوری امريکا ده.

بلخوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو غوښتي چې په هر ځای کې مذاکرات غواړي، دی ورته تیار دی.

په اسلام اباد کې د پاکستان او چین د انسټیټیوټ مشر سېنېټر مشاهدحسین سید وايي، دا چې چین کله هم په افغانستان کې پوځي حضور نه درلودلو نو د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولی شي.

چین تر دې وړاندې دا وړاندیز هم کړی وو چې که افغان حکومت او طالبان پرې راضي وي نو دوی د دواړو خواوو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه توب کولی شي.

XS
SM
MD
LG