د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان هڅه کوي افغان حکومت او طالبان مخامخ مذاکرات وکړي"


د افغانستان بهرنيوو چارو مرستيال وزير ادريس زمان او د پاکستان بهرنيوو چارو وزیر شاه محمود قرېشي

د افغانستان بهرنيوو چارو وزارت چارواکي وايي پاکستاني چارواکو ورسره وعده کړې چې د خپل اغېز په کارولو سره به طالبان افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېنولو کوښښ کوي.

د افغانستان د بهرنيوو چارو د مرستيال وزير ادريس زمان سلاکار ګران هېواد د جون په لسمه مشال راډيو ته وويل چې دا ډاد ورته د جون په لسمه اسلام اباد ته د افغان پلاوي د سفر پر مهال ورکړل شو.

نوموړي زياته کړه: ((د افغانستان بهرنيوو چارو وزارت سياسي معين ته جلالت ماب شاه محمود قرېشي دا اطمينان ورکړ چې دوی به هر اړخيزه همکاري وکړي تر څو طالبان افغان دولت او افغان ولس سره خبرو کولو ته اړ کړي. په ځواب کې يې ښاغلي ادريس زمان د پاکستان له کړو کارونو مننه وکړه او وي ويل چې هيله ده په آينده کې هم د سولې په برخه کې له همکارۍ درېغ ونه کړي.))

پاکستاني چارواکو په بېلابېلو وختونو کې منلې چې پر طالبانو اثر رسوخ لري خو زياته کړې يې ده چې دا اغېز د سولې لپاره کاروي. د افغانستان ولسشمر محمد اشرف غني د واړه اختر په لومړۍ ورځ په کابل کې وويل چې د جون په ۲۷مه پاکستان ته سفر کوي او هيله لري چې دا دوره یې د اړيکو يو نوی باب پرانيزي. تر دې مخکې افغان چارواکو پر پاکستان د ترهګرو د ملاتړ تور پورې کړی چې اسلام اباد يې ردوي.

د يادونې ده چې د امريکا بهرنيوو چارو وزارت د افغانستان سولې لپاره ځانګړي استازي، زلمي خليلزاد سره طالبانو په قطر کې اوه ځله مذاکرات کړي دي خو دوی افغان حکومت سره له کښېناستو انکار کوي. طالبان دريځ لري چې د جګړې اصلي لوری امريکا ده نو ځکه خبرې هم لومړی د هغو سره کوي خو افغان حکومت وايي د پرېکړو عملي کول د دوی په لاس کې دي نو ځکه بايد له خبرو څنډې ته نه شي.

د امنيتي چارو پوه، د پاکستاني پوځ پخوانی بريګيډير، سعد محمد خان وايي اوس هم دواړه هېوادونه کولی شي چې تېرې خبرې هېرې او جګړې ختمولو لپاره لاسونه يو کړي. ((طالبان بايد د افغان حکومت سره خبرې وکړي. که موږ فرض کړو چې امريکا او ناټو ځواکونه له افغانستانه نن ووځي نو په کابل کې خو به افغان حکومت پاتې وي. د هغوی سره له خبرو بغېر خو به جنګ بيا روان پاتې شي. پاکستان بايد په څه نا څه طريقې سره د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرو ته لار هواره کړي. يو ځل چې دا کار وشي نو په نورو خبرو سلا کېدل اسانه دي. کېدای شي په دې اړه څه پرمختګ وشي.))

XS
SM
MD
LG