د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسکو کې د افغان سیاستوالو او طالبانو غونډه ونشوه


د طالبانو ۱۴ کسیز پلاوی په مسکو کې. عکس له ارشیفه
د طالبانو ۱۴ کسیز پلاوی په مسکو کې. عکس له ارشیفه

تمه وه چې په مسکو کې د مې پر ۲۹مه د یو شمېر افغان سیاستوالو او طالبانو غونډه وشي، خو دا غونډه د اجنډا پرسر د اختلافاتو له کبله ونشوه.

د مې پر ۲۸مه د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوي په هغه غونډه کې چې د افغانستان او روسیې د سل کلنو ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه وه برخه واخېسته.

د طالبانو د پلاوي مشري په‌ دې ناسته کې د دوی د قطر سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کوله.

په افغان پلاوي کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د سولې د عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي او یو شمېر جهادي مشران او د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو کاندیدان وو.

​د راپورونو له مخې کله چې د مې پر ۲۸مه د ورځې غونډه خلاصه شوه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د غونډې له برخه‌ والو هیله وکړه چې په خپلو کې د افغانستان د ستونزو په ارتباط خبرې وکړي.

خو په مسکو کې د سیاسي چارو کتونکي ډاکټر شېر حسن چې له دې غونډې خبر دی، د مې پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل:

"له کابله او دوحې څخه راغلي مېلمانه یوازې په پرونۍ غونډه کې وو د دوی خبرې همالته پای ته ورسېدې، د نورو خبرو لپاره دوی وعده وکړه چې له درېیو بجو وروسته به یې کوي له درې بجو وروسته نه پوهېږم ستړي وو، که څرنګه سره ویې نه لیدل خبره نن ته پاتې شوه او نن هم دوی له یوه بل سره نه‌ دي لیدلي، زه هغه هوټل ته ورغلی وم چې له کابله راغلي مېلمانه پکې اوسېږي. له کابله راغلي مېلمانه په یوه هوټل کې اوسېږي او له دوحې راغلي طالبان په بل هوټل کې اوسېږي دوی د سې شنبې تر ورځې وروسته له یوه بل سره لیدلي هم نه‌ دي."

هم طالبانو او هم له افغانستانه ورغلي پلاوي هیله لرله چې د چارشنبې په ورځ به خبرې کوي.

د دې غونډې په اړه د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټویټر ولیکل چې د بین‌ الافغاني تفاهم په‌ دې غونډو کې به عبدالکریم خلیلي او په مسکو کې د کابل ادارې سفیر نه‌ وي.

لطیف بهاند او کریم خلیلي د سې شنبې د ورځې په غونډه کې حضور درلود.

د روسیې تاس اژانس د یوې باخبره سرچینې په وینا چې نوم یې نه‌ دی اخېستی خبر ورکوي چې طالبانو د افغان پلاوي د اوربند د منلو له وړاندیز سره سخت مخالفت وکړ.

ورته خبره ډاکټر شېر حسن مشال راډیو ته وکړه: "له کابله د راغلو مېلمنو مشري کرزی صاحب کوي، دوی د وړاندیزونو یو لېست درلود هغه یې طالبانو ته ورکړی دی، خو د کابل لوري چې څه خوښ وو، هغه دې بل لوري نه دی منلی ځکه چې دوی د اوربند خبره تر هر څه مخکې کړې ده او طالبان اوربند نه‌ کوي."

د طالبانو د قطر د دفتر استازیو د فبروري په میاشت کې هم د حامد کرزي په ګډون له یو شمېر افغان سیاستوالو سره په مسکو کې په غونډه کې برخه اخېستې وه په هغې غونډې کې هم د افغانستان د حکومت کوم استازي برخه نه‌ لرله.

XS
SM
MD
LG