د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملک خان مرجان: د شمالي وزیرستان مسله به زر هواره شي


ملک خان مرجان
ملک خان مرجان

بنو ـ د اتمانزو وزيرو مشر ملک خان مرجان د جون پر ۱۶مه مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، د وزیرستان د مسلې د هواري په لړ کې مهم پرمختګونه شوي دي.

ملک خان مرجان د هغې مذاکراتي کمېټې غړی دی چې حکومت د خړ کمر له پېښې وروسته جوړه کړې وه. په دې کمیټۍ کې د شمالي وزیرستان نور مشران هم شامل دي.

ملک ملک خان مرجان وايي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ، حکومت او پوځ له چارواکو سره يې د وزيرستان د ستونزې د حل لپاره څو ځله خبرې اترې شوې دي.

نوموړي مشال راډیو ته په مرکه کې وويل چې په دې تړاو يې د قامي اسمبلۍ له نيول شویو غړو محسن داوړ او علي وزير سره هم په جيل کې ليده کاته کړي دي. هغه ادعا وکړه چې ښايي د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران ژر خلاص شي.

د مې پر ۲۶مه نېټه په خړ کمر سیمه کې د امنيتي ځواکونو په ډزو کې ۱۳ کسان وژل شوي وو. هغه مهال پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کړې وه چې امنيتي سرتېرو په ډزو ولسي خلک و وژل خو پوځ په بيان کې تور پورې کړی وو چې د قامي اسمبلۍ غړو محسن داوړ او علي وزير پر پوسته بريد وکړ چې وروسته عسکرو ډزې وکړې.

خو البته د حکومت او پښتون ژغورنې غورځنګ له طرفه د ملک حان مرجان د څرګندونو تصديق نه دی شوی. نوموړي د مشال راډیو همکار عمر وزير سره د مرکې په سرکې د مذاکراتو په اړه وويل.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:44 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG