د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالله عبدالله د تاجکستان له ولسمشر سره لېدلي


په ښي اړخ ته د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او کیڼ اړخ ته د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله.
په ښي اړخ ته د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او کیڼ اړخ ته د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان پر ګډو امنیتي ستونزو د افغانستان د سولې پر بهیر او امنیتي پرمختګونو ږغږېدلي دي.

عبدالله عبدالله د جون پر ۱۴مه پر ټوېټر ولیکل چې له امام علي رحمان سره یې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې خبرې وکړې.

د دوشنبې ښار نن شنبه د جون پر ۱۵مه په اسیا کې د تعامل او باور جوړولو د سازمان د مشرانو او چارواکو د غونډې کوربه دی.

په دې کنفرانس کې د اسیايي هېوادونو د حکومتونو مشران او استازي ګډون لري.

عبدالله عبدالله پر ټوېټر لیکلي چې په کنفرانس کې به وینا کوي خو د خپلې وینا جزئیات یې نه دي خپاره کړي.

په اسیا کې د تعامل او باور جوړولو سازمان ۲۷ غړي لري.

د دې کنفرانس د بحث یوه اساسي موضوع د افغانستان وضعیت دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG