د افغانستان خوست د ملي امنيت رياست چارواکي وايې، چې د جون پر ۱۳مه شپه د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې په مخامخ جګړه کې ۲۳ وسله وال نيولي دي.
د جون پر ۱۴مه مازديګر مهال د ملي امنيت چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وويل، چې په دې کسانو کې يو تن د ښځو په لباس کې نيول شوی دی.
د سرچېنې د مالوماتو پر اساس د دې عملياتو په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې اته وسله وال وژل شوي دي.
د يادو وسله والو د پيکا او کلاشينکوفونو په ګډون ګڼه وسله نيول شوې ده.
سرچينه زياتوي، چې ياد عمليات د موسی خېلو ولسوالۍ اړوند په زوړ کوټ، رغمالي کلي، سيندي کلي، پړوخېلو او کوسين خوله کې ترسره شوې دي.
ټاکل شوې، چې نن شپه ياد وسله وال او وسلې د رسنيو خبريالانو ته وښودل شي.
تر اوسه هېڅ یو وسله والې ډلې د يادو عملياتو په باب رسنيو ته څه نه دي ويلي.