د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال کرکټ جام: د هند او نیوزیلنډ ترمنځ لوبه وځنډېده


د نیوزیلنډ دوه لوبغاړي
د نیوزیلنډ دوه لوبغاړي

د کرکټ نړيوال جام په سيالو کې د جون پر۱۴مه د انګلېنډ او ويسټ انډيز ترمنځ لوبه کېږي.

دا د کرکټ نړيوال جام ۱۹مه لوبه ده.

دا لوبه په ساوت ايمپټن ښار کې د پېښور له وخت سره سم ماسپخين دوه نيمې بجې پیلېږي.

د جون پر ۱۳مه د هند او نيوزيلېنډ ترمنځ لوبه د باران له وجې وځنډول شوه او دواړو ټيمونه ته يو يو پوینټ ملاو شو.

د برتانيا په بېلا بېلو ښارونو کې روان په ۱۲م يوه ورځني پنځوس اووریز نړيوال کرکټ جام کې د مخکیني اتل اسټراليا ترڅنګ د پاکستان، افغانستان، بنګله دېش، انګلېنډ، هند، نيوزي لېنډ، جنوبي افریقا، سري لنکا او ویسټ انډيز لوبډلې برخه اخلي.

د دغو سياليو پایلوبه به د جولای پر۱۴مه په لندن کې کېږي.

XS
SM
MD
LG