د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشر له خپل روسي سیال سره ګوري


ارشیف، ټرمپ او پوتین
ارشیف، ټرمپ او پوتین

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به د روانې میاشتې په پای کې په جاپان کې د پرمختللو جي شل ډلې د هېوادونو په سرمشریزه کې وګوري.

که څه هم کرېملین تر اوسه نه‌ ده تایید کړې چې د دې کتنې لپاره یې د واشنګټن بلنه ترلاسه کړې خو ټرمپ له پوتین سره د کتنې خبره د جون پر ۱۲مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وکړه.

دغه څرګندونې د دواړو مشرانو د کتنې په اړه د ابهام وروستۍ بېلګه ده.

ټرمپ تېره میاشت د جي شل په سرمشریزه کې له پوتین سره د لیدو خبره کړې وه خو کرېملین هغه مهال ویلي و چې د دواړو مشرانو د مخامخ کتنې په اړه هېڅ هوکړه نه‌ ده شوې.

وروستۍ ځل ټرمپ او پوتین د ۲۰۱۸م کال په جولای کې د فنلنډ په پلازمېنه هلسینکي کې سره کتلي ول.

پر دغه دوه ساعته کتنه چې د معمول خلاف نه د ټرمپ نور همکاران او نه هم نوټ اخېستونکي په‌ کې وو، د هغه د مخالفینو لخوا سخت انتقاد شوی و.

د کرملین ویاند دمیتري پسکوف د روسیې دولتي خبري اژانس تاس ته ویلي چې کرملین ته تراوسه دا نه‌ ده تایید شوې چې دواړه مشران دې د جاپان په اوساکا ښار کې چې د جون په ۲۸مه او ۲۹ مه به د دې سرمشریزه کوربه وي، مخامخ کتنه ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG