د کرکټ په نړیوال جام کې د جون پر۱۳مه د هند او نیوزي لېنډ ترمنځ لوبه ترسره کېږي.
دا لوبه به د پېښور له وخت سره سم د ماسپښین پر دوه نیمې بجې پیل شي.
د جون پر ۱۲مه د کرکټ نړیوال جام سیالیو لړ کې د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ د انګلستان سمرسیټ په نوټن کې د لړۍ ۱۷مه لوبه کې اسټرالیا پاکستان ته په ۴۱ منډو ماتې ورکړه.
پاکستان د دغې لوبې پچه وګټله او اسټرالیا ته یې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه، چې ۴۹ اوورنو کې یې د ټولو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۳۰۷ منډې وکړې.
پاکستان په ځوابي لوبه کې د ۴۵ اعشاریه څلور اوور له لوبې وروسته ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۶۶ منډې یې جوړې کړې.
په نړیوال جام کې تر اوسه نیوزي لېنډ پر لومړي، اسټرالیا دویم، انګلستان دریم او هند پر څلورم نمبر دی.