د افغانستان حکومت وايي، په هلمند ولایت کې د طالبانو پرضد پراخ پوځي عملیات پيلوي.
د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین د جون پر ۱۳مه مشال راډيو ته وویل چې پر یو وخت به څلور اړخیز عملیات روان وي.
د ده په وینا، یو لنډ مهاله عملیات دي، بل ستراتیژيک عملیات دي، بل د کومانډو عملیات دي او څلورم هم هوايي بریدونه دي.
د دې عملیاتو د پیلېدو په اړه نور مالومات نه دی ورکړل شوي.
په هلمند کې وسله وال طالبانو د افغانستان د نورو سیمو پرتله زیات فعال دي.