یوه نوې څېړنه ښيي چې په پنځو کالو کې نړۍ په اول ځل په لږه اندازه زیاته پرامنه شوې ده خو تېرو لسو کلونو ته په کتو سره بیا هم هومره پرامنه نه ده.
د دې وجوهات په منځني ختیځ کې شخړې، په ترهه ګرۍ کې زیاتوالی، د کډوالو شمېر زیاتېدل او نور عوامل ښودل شوي دي.
د سولې او اقتصادي چارو د څیړنې اسټرالیا مېشتې ادارې لخوا د امن په حواله کلنۍ نړیواله درجه بندي چې د جون پر دولسمه خپره شوه، پکې ایس لېنډ له ۱۱ کالو راهیسې تر ټولو پرامنه هېواد بلل شوی دی. د څېړنې له مخې نیوزي لینډ، اسټریا، پرتګال او ډنمارک په لومړیو پنځو پرامنه هېوادونو کې شامل دي.
افغانستان د امن له پلوه په فهرست کې په اخري نمبر دی. مخکې شام په اخري نمبر و. یمن او عراق هم ناامنه هېوادونه بلل شوي دي.