د لاسرسي ځای

تازه خبر

د متحده قامي مومنټ مشر الطاف حسین ګرفتار


لندن پوليسو په خپل بيان کې د نيول شوي تن نوم نه دی ښودلی خو بي بي سي وايي چې د متحده قامي مومنټ د دې خبر پخلی کړی چې سکاټ لېنډ يارډ پوليسو نن په لندن کې د الطاف حسېن په کور چاپه ووهله او هغه یې له ځان سره یووړ.

بلخوا د لندن مېټرو پولېټڼ پوليسو پر ټوېټر خپل يو بيان کې ويلي دي چې نن يې يو تن ګرفتار کړی دی. او د دوی په خبره د دې معاملې تعلق په پاکستان کې د متحده قامي مومنټ سره د تعلق لرونکي د يو تن لخوا له ويناګانو سره دی.

متحده قامي مومنټ يا پاکستان حکومت په رسمي توګه لا پر دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG