د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قزاقستان کې په سلګونو مظاهرچیان نیول شوي


په قزاقستان کې مظاهرې: انځور له ارشیفه.
په قزاقستان کې مظاهرې: انځور له ارشیفه.

له قزاقستانه رپورټونه وايي چې د جون پر۱۰مه چارواکو د الماتی ښار په ځینو ضلعو کې مظاهرچیان نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر نهمه د ولسمشریزو انتخاباتو د سرکاري نتیجو خلاف په سلګونو خلک د احتجاج لپاره راغونډ شوي ول.

دا مظاهرچیان د جون پر۱۱مه سهار وختي له هغې وروسته ونیول شول چې له ۱۰۰ زیات احتجاج کوونکي د جون پر ۱۰مه ناوخته د پولیس د یوې ودانۍ مخې ته راغونډ شول او د مشهور سندرغاړي رینات زېتوف ترڅنګ د لسګونو نیول شویو مظاهرینو د خوشي کولو غوښتنه یې کوله.

دغه کسان د جون پر ۱۰مه هغه مهال نیول شوي ول چې د الماتی ښار په مرکز کې یې د ولسمشریزو انتخاباتو د سرکاري نتیجو خلاف احتجاج کاوه.

نړیوالو څارونکو ویلي چې په دې انتخاباتو کې د بنیادي ازادیو ښکاره سرغړونه شوې ده.

د ابتدايي نتیجو تر مخه په دې انتخاباتو کې عبوري ولسمشر قاسم ژومارت توکاییف له ۷۰ فیصده زیاتې رایې ترلاسه کړي.

نوموړی پخواني ټولواکه ولسمشر نورسلطان نظرباییف خپل ځای ناستی ټاکلی وو. په قزقستان کې له تېرو دریو لسیزو راهیسې په اول وار د ولسمشرۍ لپاره انتخابات وشول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG