د لاسرسي ځای

تازه خبر

قزاقستان ټاکنې: توکایف مخکې دی


لنډمهالی ولسمشر قاسم ژومارت توکایف
لنډمهالی ولسمشر قاسم ژومارت توکایف

په قزاقستان کې د یکشنبې انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښيي چې لنډمهالی ولسمشر قاسم ژومارت توکایف زیاتې رای ګتلې دي. په هغه هېواد کې د جون پر نهمه د سلګونو خلکو د نیول کېدو له وجې د انتخاباتو عمل د ستونزو ښکار شو.

توکايف پخواني ولسمشر نور سلطان نظربايف خپل ځایناستی ګومارلی وو.

لومړنۍ پايلې ښيي چې توکاييف تر ٧٠ فيصده زياتې رايې ترلاسه کړي.

د ولسمشر څوکۍ يو بل کانديد پخوانى خبریال امير جان قوسانوف ۱۵ اعشاریه ۳۹ فيصده رايې ګټلې دي.

تمه کېږي د انتخاباتو رسمي پايلې د جون پر ۱۰مه اعلان شي.

تر دې مخکې په قزاقستان کې د ولسمشريزه ټاکنو د کمپاين پر مهال د انتخاباتو په شفافه توګه نه ترسره کېدو خلاف مظاهرې هم شوې وې. په پلازمينه الماتا کې د پرونيو هغو پر ضد پوليسو چټک اقدام وکړ او تر ۱۰۰ زیات کسان يې ونيول.

مظاهره چيانو له خلکو د رايو نه کارولو غوښتنې کولې.

XS
SM
MD
LG