د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي هېوادونه دې د ایران پوځي وړتیاوو پر پراخولو نیوکې نه کوي: ظریف

له ارشیفه
د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف
له ارشیفه د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ويلي، اروپايي هېوادونه دې د دوی د پوځي صلاحیتونو زیاتولو پر هڅو له نيوکو ډډه وکړي.

د ایران سرکاري میډیا په یکشنبه د جواد ظریف په حواله وويل، اروپايي هېوادونه صلاحيت نه لري چې د ایران او د نړی د طاقتورو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۵م کال له اټومي تړون پرته په نورو معاملو تنقید وکړي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې چې د جرمني بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس د دې لپاره ايران ته د سفر پلان لري چې له هغه هېواد سره د اټومي وسلو د نه پراخېدو د تړون خوندي ساتلو پر لارو چارو خبرې وکړي.

فرانسه، برېتانیا او جرمني چې دا تړون یې لاسلیک کړی، هڅه کوي چې په ۲۰۱۸ز کال له يادې لوظنامې د امریکا د وتلو د یو اړخیزې فیصلې باوجود دغه تړون پرځای وساتي.

XS
SM
MD
LG