د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترهګرۍ بیا سر راپورته کړی: فضل الرحمان


مولانا فضل الرحمن
مولانا فضل الرحمن

د جمیعت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان په پاکستان کې پر حکومت او امنیتي ادارو انتقاد کړی دی او تور یې پورې کړی چې په ځینو سیمو کې ترهګرۍ بیا سر پورته کړی.

نوموړي د جون پر نهمه په ډېره اسماعیل خان کې یوې اختریزې غونډې ته په وینا کې د حکومت پر اقتصادي تګلارو هم نیوکې وکړې او د حکومت ختمولو غوښتنه یې وکړه.

له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې زما پر دې خاوره وینه بهېږي. په یو ځای کې چې ۴۰ کاله وینه توی شي، هغه د نوې جغرافیو د جوړېدو لاملېږي.

مولانا فضل الرحمان پر امنیتي ادارو هم ټکونه وکړل او تور یې پورې کړ چې له شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې په هېواد کې د ترهګرۍ ضد جګړې امنیتي حالات نه دي سم کړي:

''له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې زما پر دې خاوره وینه بهېږي. په یو ځای کې چې ۴۰ کاله وینه توی شي، هغه د نوې جغرافیو د جوړېدو لاملېږي. خدای ته وګورئ، له عقله کار واخلئ. هره ورځ نوې فتنه پیدا کوئ او موږ یې پر اساس ژوند کوو. د طالبانو ضد جګړه، د فساد د ختمولو خبره، د سختدریځۍ خلاف جنګ او داسې نور. نن زه له تاسې، د ډېره [اسماعیل خان] له اوسېدونکو پوښتنه کوم: ایا ستاسې په ټولنه او ښار کې ترهګر او ترهګري بیا نه ده پیدا شوې؟''

د پاکستان پوځ او حکومت د مولانا فضل الرحمان تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې په بیا بیا د ترهګرۍ ضد په جګړه کې د بریا خبره کړې.

د پاکستان پوځ وايي، قبایلي سیمې یې له وسله والو ډلو پاکې کړې دي او د وسله والو طالبانو شبکه یې ماته کړې.

پوځ وايي، اوسمهال هم په ځینو سیمو کې د لټون عملیات کوي او د امنیتي ګواښونو مخه نیسي.

خدای ته وګورئ، له عقله کار واخلئ. هره ورځ نوې فتنه پیدا کوئ او موږ یې پر اساس ژوند کوو.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم په خپلو ویناګانو کې د ترهګرۍ پر ضد د پوځ جګړې د بریا مثالونه ورکوي.

مولانا فضل الرحمان په خپلو خبرو کې وویل چې د هېواد د ''یوه وفادار وګړي'' په توګه یې بقا ته اندېښمن دی ځکه چې د پاکستان اقتصادي وضعه خرابه ده:

''په نړۍ کې د هېوادونو بقا پر دوو شیانو ولاړه وي یا یې دفاعي قوت او یا اقتصادي هغه. په قبایلي چاپېریال کې خو دفاعي قوت د یوه دولت د بقا سبب کېدای شي خو په متمدنه نړۍ کې د ریاست د دوام لامل اقتصادي استحکام وي. پخوانی شوروي اتحاد د دفاعي کمزورۍ نه بلکې د اقتصادي قوت ختمېدو له کبله مات شو.''

د پاکستان حکومت وايي، اقتصادي ستونزې ورته له تېرو حکومتونو په میراث کې پاتې دي.

حکومت وايي، د اقتصاد بیا رغولو هڅې کوي او د دې لپاره یې د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د پور لومړنۍ موافقه هم شوې.

په عین وخت کې حکومت د کفایت شعارۍ اقداماتو کولو هم ویلي او وايي، لګښتونه کموي.

'موږ جنګ نه غواړو، موږ د نظر یووالی او توافق غواړو.'

د جون پر ۱۰مه وزیراعظم عمران خان د ټیکس نظام سمولو هوډ تکرار کړ او پر ولس یې غړ وکړ چې د میاشت تر پای پورې دې مالیې ورکړي.

مولانا فضل الرحمان د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر ۲۵مه له شویو پارلېماني ټاکنو راهیسې په بیا بیا د درغلۍ تورونه پورې کوي او وايي چې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت د انتخاباتي ټګۍ پر اساس جوړ شوی.

فضل الرحمان د ډېره اسماعیل خان په غونډه کې وویل چې له اپوزیشن ګوندونو سره یې هم د حکومت پر قانوني حیثیت مشورې کړې دي:

''موږ جنګ نه غواړو، موږ د نظر یووالی او توافق غواړو. موږ نن هم بلنه درکوو چې د هېواد دا لانجمنه واکمني ختمه کړئ، [د ۲۰۱۸ز کال] لانجمن انتخابات لغوه کړئ. هغه انتخابات [او حکومت] چې پر خلکو تپل شوی، هېڅ انتخابات نه ول.''

د پاکستان وزیراعظم عمران خان تر انتخاباتو وروسته ویلي ول چې د ټګۍ تورونو پلټنو لپاره له اپوزیشن سره همکارۍ ته تیار دی. د هغه هېواد د انتخاباتو کمېشن په بیا بیا د درغلۍ تورونه رد کړي او هغه یې پاک او راڼه بللي ول.

XS
SM
MD
LG