د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن: وزيراعظم عمران خان او وزيراعلی محمود خان واک نلري


مولانا فضل الرحمن
مولانا فضل الرحمن

خیبر - د جميعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ادعا کړې چې د پاکستان وزيراعظم او د خيبرپښتونخوا وزيراعلی د حکومت چلولو هېڅ واک نلري.

د اپريل پر ۲۱ مه د خيبرپښتونخوا د خیبر ضلعې په جمرود کې د میلين مارچ په نوم ولسي غونډې ته د وينا پر مهال مولانا فضل الرحمن ادعا وکړه چې د پاکستان او خیبر پښتونخوا حکومت چلولو ټول واک واختيار له پوځ سره دی.

نوموړي زياته کړه چې ۱۸م ايیني ترميم ختمول او په هېواد کې د صدارتي نظام راوستل نه مني.

د پخوانۍ فاټا په خیبرپښتونخوا تر ورګډولو وروسته د رامنځ ته شوي حالت په اړه مولانا فضل الرحمن وويل چې د انضمام پر وخت قبايلي ضلعو ته له قامي مالياتي اېوارډه (اېن اېف سي) څخه د ۱۰۰ ارب روپيو ورکولو ژمنه شوې وه خو حکومت دا وعده سر ته نه ده رسولې.

د پاکستان پارلېمان د قبایلو په خیبرپښتونوخوا ورګډولو په قانون کې د دې هېواد په ايين کې د قبايلي سيمو په اړه ۲۴۷ مه ماده ختمه کړې وه.

د انضمام پر وخت قبايلي ضلعو ته له قامي مالياتي اېوارډه (اېن اېف سي) څخه د ۱۰۰ ارب روپيو ورکولو ژمنه شوې وه خو حکومت دا وعده سر ته نه ده رسولې.
مولانا فضل الرحمن

تر دې وروسته حکومت د دې سيمو د انتظام چلولو لپاره يو عبوري قانون راوړی وو چې هغه وروسته پېښور های کورټ ختم کړ.

مولانا فضل الرحمن وويل چې له ايينه د ۲۴۷ مادې او ورپسې د عدالت له لورې عبوري رېګولېشن تر ختمولو وروسته دا وخت په قبايلي ضلعو کې هېڅ قانون نشته.

خو د نوموړي د دې خبرو په ځواب کې د واکمن تحريک انصاف د قبايلي سيمو يو مشر ډاکټر نبي جان د اپريل پر۲۱ مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې وزيراعظم عمران خان او وزيراعلی محمود خان د حکومت چلولو پوره واک لري.

نوموړي زياته کړه چې د مولانا فضل الرحمن دا خبره هم ناسمه ده چې په قبايلي ضلعو کې هېڅ قانون نشته.

وزيراعظم عمران خان او وزيراعلی محمود خان د حکومت چلولو پوره واک لري.
ډاکټر نبي جان

هغه وويل چې که قانون نشته نو بيا په قبايلي ضلعو کې د خاصه دارو برتي، د صوبايی انتخاباتو اعلانول او عدالتونه غځول د کوم قانون له مخې کېږي؟

مولانا فضل الرحمن د جمرود په جلسه کې اعلان وکړ چې تر وړوکي اختر وروسته به په اسلام اباد کې د حکومت پرضد پرلت وهي.

XS
SM
MD
LG