په قزاقستان کې د ولسمشريزه ټاکنو پر مهال په لسګونو مظاهرچيان نيول شوي دي.
په دې هېواد کې د جون پر نهمه نېټه ( نن) ټاکنې دي او تمه کېږي چې موقتي ولسمشر قاسم ژورمات تاکيېف به پکې په ډېره اسانی سره بريا ترلاسه کړي.
د الماتې ښار په استانه څلور لاره کې تر ۱۰۰ زيات هغه مظاهرچيان و نيول چې له ټاکنو يې د بايکاټ غږ کاوه.
په ټاکنو کې موقتي ولسمشر له هغو شپږو کسانو سره سيالي کوي چې د حکومت له خوا ورته د کاندېدو منظوري ورکړل شوې ده.
پوليسو د ازادې اروپا راډیو د قازق څانګې خبريال پیوتر تروتسینکو په ګډون يوشمېر ځايي او بهرني خبريالان د لنډ وخت لپاره ونيول.