د شام بشري حقونو د څار لندن مېشته اداره وايي، د یاغیانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ په جګړو کې لږ تر لږه ۱۶۷ کسان وژل شوي دي.
اداري پرون د جون پر اتمه په یوه بيان کې ویلي چې جهادي ډلو او یاغیانو د مرکزي حما صوبې کې پر حکومتي ځواکونو بریدونه کړي دي.
خو د شام حکومتي ځواکونو ځوابي کاروايي کړې ده.
د ادارې د شميرو له مخې په نښتو کې د شام د حکومت لږ تر لږه ۳۷ سرتېري او ۲۸ یاغیان وژل شوي دي.