د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه نور مخکښان نیول شوي دي، په دوی کې یو یې عبدالله ننګیال او بل یې له لورلايي څخه دوست محمد لوڼی دی.
دوی تېره میاشته د مې پر ۲۶مه نېټه د شمالي وزیرستان خړ کمر پېښې پرضد له احتجاجونو پس نیول کېږي.
د پی ټي اېم په ادعا پاکستانیو پوځیانو د دوی په پرامنه لاریون په برید کې څه نا څه ۱۴ غړي وروژلي او نېږدې۴۰ یې ورژوبل کړي دي خو پوځ بیا ادعا کوي چې د علي وزیر او محسن داوړ په مشرۍ د دوی پر پوسته برید شوی چې پکې د دوی پنځه عسکر ژوبل شوي دي.
پي ټی اېم وايي چې دا مهال د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې د دوی تر ۱۰۰ زیات کارکنان نیول شوي دي.
د دوی د نیولو لړۍ له هغه پس تنده شوه چې د پاکستان ای اې اېس پي ار ویاند مېجر جنرل اصف غفور سږ د ۲۰۱۹ ز کال پر ۲۹ اپرېل ویلي ول چې د پي ټي اېم وخت نور پای ته رسېدلی دی.