د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د مومندو ۱۰ کلنې فرشتې مړی وموندل شو


د فرشتې دا تصویر د هغې پلار رسنیو ته ورکړی دی
د فرشتې دا تصویر د هغې پلار رسنیو ته ورکړی دی

د اسلام اباد په چک شهزاد سيمه کې د مومندو یوې ۱۰ کلنې ماشومې فرشتې مړی موندل شوی دی چې د مې پر۲۱مه غرمه په ۱۲ بجې خاورو ته وسپارل شو.

د فرشتې د پوسټ مارټم راپور خپرېدو وروسته د هغې پلار او پوليس ګمان کوي چې هغه له جنسي تېري پس وژل شوې ده.

د فرشتې مړی د مې پر۲۰مه ماښام د اسلام اباد په چک شهزاد سيمه کې موندل شوی چې وروسته یې مړی ځايي پوليسو د اسلام اباد پولي-کلينک روغتون ته د پوسټ مارټم لپاره یووړ خو ډاکټرانو لخوا د پوسټ مارټم کولو وروسته د عوامي نېشنل ګوند د اسلام اباد او مومندو ضلعې له مشرانو سره سره یوشمېر ځايي پښتنو او د شمالي او جنوبي وزيرستان ضلعو پارلېماني استازیو محسن داوړ او علي وزير د روغتون مخې ته مظاهره وکړه چې وروسته د متعلقه روغتون ډاکټرانو پوسټ مارټم وکړ.

د فرشتې ورور فهيم نبي د مې پر۲۰مه ماسخوتن ناوخته مشال راډيو ته وويل: ''۱۰ کلنه خور يې د مې پر ۱۵مه مازيګر په پنځه بجې له کور څخه د لوبو لپاره ووتله خو بيرته رانغله او د مې پر۲۰مه يې ورته مړی راوړل شو.''

نوموړي زیاته کړه: "د خور ورکېدو وروسته يې په تاڼه کې اېف ای ار کول غوښت خو پوليسو د لادرکه کېدو راپور وليکو او ايف ای ار يې بيا د ځينو سياستوالانو، وکيلانو او خبریالانو له هڅو وروسته د مې پر ۱۹مه وليکلو.

د فرشتې مړی د مې پر۲۱مه د ښخولو وړاندې د اسلام اباد په ترامړي چوک کې کيښودل شو او د هغې د کورنۍ له غړو سره سره یوشمیر خلکو سړک د هر قسم ټرافیک پر مخ بند کړ او د قاتلانو د نيولو غوښتنه يې کوله.

د اېف ای ار پاڼه
د اېف ای ار پاڼه

د عوامي نېشنل ګوند د مومندو مشر نثار مومند مشال راډيو ته وويل: "په دې پېښه کې پوليسو له غفلته کار اخیستی نو غوښتنه کوي چې د شهزاد ټاون پوليس تاڼي اېس ايچ او او تفتيشي افسر پرضد دې کاروايي وکړل شي."

​بلخوا د دې پېښې پلټنې افسر ناصر محمود د مې پر۲۰مه ماسخوتن مشال راډیو ته وويل: "د مې پر ۱۵مه يې د فرشتې د ورکيدو راپور ليکلو وروسته پلټنې پېل کړې او د ايدهي سېنټر علاوه په مختلفو ځايونو کې يې د نوموړې معلومات وکړل خو څه درک يې ونه لګيدلو."

نوموړي زیاته کړه:"د مې پر ۱۹مه د فرشتې پلار د خپلې لور د اغوا کيدو اېف ای ار ورسره درج کړو او پر۲۰مه يې د فرشتې مړی د تاڼې په حدودو کې وموندلو او په پلټنو کې له هېڅ قسمه غفلت څخه کار نه دی اخیستی.''

XS
SM
MD
LG