د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ پلوۍ ګلالۍ اسماعیل ورکه ده: کورنۍ


د ګلالۍ اسماعیل کورنۍ وايي نوموړې د فبرورۍ پر شپږمه له تاڼې بل ځای ته انتقال شوې
د ګلالۍ اسماعیل کورنۍ وايي نوموړې د فبرورۍ پر شپږمه له تاڼې بل ځای ته انتقال شوې

پراګ - د بشري حقونو فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ پلوۍ ګلالۍ اسماعیل کورنۍ وايي، تر نیول کېدو وروسته یې د ځای ځایګي هېڅ پته نه لګي.

د نوموړې کشرې خور شغلې اسماعیل د فبرورۍ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، خور یې پولیسو د فبرورۍ پر پېنځمه ماښام مهال په اسلام اباد کې د خبریالانو مرکز مخې ته له احتجاجه بیولې وه خو چارواکي ورته د هغې په اړه هېڅ معلومات نه ورکوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په بوري (لورالايي) کې د غورځنګ د غړي او د کالج استاد محمد ابراهیم ارمان لوڼي د وژنې په غبرګون د ټول پاکستان پر کچ د مظاهرو او احتجاجونو اعلان کړی وو.

هغوی اول منکر ول چې: نه دلته ګلالۍ نه ده راغلې.
شغله اسماعیل

خو په اسلام اباد کې پولیسو د فبرورۍ پر پېنځمه د غورځنګ ګڼ غړي او پلویان ونیول چې پکې یې ځېنې د شورو پر سهار وختي خوشې کړي.

شغله اسماعیل وايي، د خپلې خور د پوښتنې لپاره ماښام له مور سره یو ځای د اسلام اباد په جي اووه سیمه کې د ښځینه پولیسو مرکز ته ورغلله خو دننه یې پرېنښودل او ورته یې وویل چې ګلالۍ په هغه تاڼه کې نه ده.

نوموړې وايي، کله چې د ګلالۍ وکیل ورغی نو پولیسو ومنله چې نوموړې یې نیولې:

"هغوی اول منکر ول چې: نه دلته ګلالۍ نه ده راغلې. کافي [وخت وروسته] چې بیا وکیل راغی نو [پولیسو] وویل چې: هو ګلالۍ دننه ده."

شغله اسماعیل وايي، پولیسو نه وکیل ته اجازه ورکړه او نه یې دې یا مور ته چې ګلالۍ وویني.

شغله اسماعیل وايي، د شورو پر سهار د نهو او لسو بجو ترمنځ د ښځو پولیس تاڼې ته ورغلله او د ګلالۍ پوښتنه یې وکړه، خو هغوی ورته وویل چې نوموړې سهار څلور بجې بل ځای ته بیول شوې.

شغلې اسماعیل وویل هېڅ چارواکي یې وکیل ته معلومات نه دي ورکړي چې ګلالۍ چا بیولې، چېرې یې بیولې او اوسمهال چېرې ده.

موږ د اسلام اباد له انتظامي مشر حمزه شفقت سره د رابطو هڅه وکړه، ورته مو دوه ځلې ټېلېفون وکړ او یو پیغام مو ورواستاوه، خو هغه ځواب رانکړ.

د پاکستان حکومتي چارواکو هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو او پلویانو نیولو په غبرګون څه نه دي ویلي.

د پاکستان، افغانستان، امریکا او د اروپايي هېوادونو په ځېنو ښارونو کې فعالانو د فبرورۍ پر پېنځمه د استاد محمد ابراهیم ارمان لوڼي د وژنې ضد احتجاجي غونډې، مظاهرې او لاریونونه وکړل.

لوڼی د فبرورۍ پر دویمه په بوري کې وژل شوی وو او عیني شاهدان وايي چې د پولیسو یوه افسر د ټوپک په کونداغ پر مغزي وواهه چې له کبله یې هغه بېهوشه او بیا مړ شو.

خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا الله لانګو د فبرورۍ پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې لومړنۍ پلټنې ښيي چې لوڼی د زړه حرکت درېدو له وجې مړ شوی.

په عین وخت کې د بلوچستان حکومت د نوموړي د وژنې د پېښو پلټنو امر کړی او ژمنه یې کړې چې ککړ کسان به د قانون منګولو ته سپاري.

XS
SM
MD
LG