د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزیر زندان ته واچول شو


علي وزیر
علي وزیر

په بنو کې د ترهه ګرۍ ضد یوه عدالت له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر په عدالتي ریمانډ جېل ته لېږلی دی.

په سېشنبه علي وزیر په بنو کې د ترهه ګرۍ ضد یوه عدالت ته په سخت امنیتي انتظاماتو کې وړاندې کړ. تر اورېدنې وروستو عدالت د علي وزیر د پېښور مرکزي جېل ته د لېږلو حکم ورکړ. نوموړی د مې په ۲۷ د ترهه ګرۍ ضد یوه ځانګړي عدالت د ترهه ګرۍ ضد ادارې سي ټي ډي ته د اتو ورځو په ریمانډ حواله کړی وو.

علي وزیر د مې په ۲۶ مه د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې په ډزو د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۱۳ فعالانو د وژنې او ۴۵ نورو د ټپي کیدو نه وروسته نیول شوی وو. پښتون ژغورنه غورځنګ د هغې مرګژوبلې تور پر پاکستانیو امنیتي ځواکونو پورې کوي خو پوځ وايي ډزې يې په خپله دفاع کې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG