د پاکستان وزیر اعظم عمران خان وايي، غربي نړۍ باید ترهګري له اسلام سره ونه تړي.
عمران خان دا څرګندونې د جون پر لومړۍ نېټه په مکه کې د اسلامي هېوادونو د ټولنې (او . ای. سي) غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.
هغه زیاته کړه ، "په غربي نړۍ کې اوسیدونکي خلک د میانه روو مسلمانانو او افراطي مسلمانانو ترمنځ توپير نشي کولی. له همدې وجې د اسلام نه وېره خوره شوې ده، دا د اسلامي هېوادونو د ټولنې ناکامي ده چې هغوی ته مو دا فرق واضحه کړی نه دی چې اسلام له ترهګرۍ سره هېڅ ډول تړاو نه لري."
د اسلامي هېوادونو د نړېوالې ټولنې دا ۱۴مه غونډه ده چې پکې د اسلامي نړۍ مشران مسلمانانو ته د ورپېښو ستونزو په اړه خبرې کوي.