د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبریال ګوهر وزیر پرېښودل شو


خبریال ګوهر وزیر پرېښودل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:04 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د وزیرستان سره تعلق لرونکی خبریال ګوهر وزیر چې روانه اونۍ امنیتي ادارو نیولی وو نن خپل کور ته رسېدلی. نن د مشال راډیو سره په خبرو کې ګور وزیر وویل دی امنیتي سر تېرو د هري پور جېل کې اچولی وو، او د خوشې کېدو وروسته خپل کور ته رسېدلی. ګوهر وزیر د تېرې نهې په ورځ د شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ د غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ د یو مشر محسن داوړ سره د وېډویې مرکې وروسته ونیول شو. د خبريالانو ژغورنې نيويارک میشتې نړيوالې کمېټۍ د تېرې نهې په ورځ په يو بيان کې ويلي وو، ګوهر وزير چې د پاکستان يوه شخصي ټي وي چېنل خېبر نيوز لپاره کار کوي، د تېرې نهې په ورځ په بنو کې هغه وخت ونيول شو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مظاهرو ويډیو خبرونه یې ورکړل. شاهین بونېري له ګوهر وزیر سره مرکه کړې ده، دی د خپلو نیول کېدو په اړه وایي.

XS
SM
MD
LG