د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د پیپلز پارټۍ ګڼ پلویان ګرفتار

د پاکستان پيپلز ګوند چیرمین بلاول بوټو زرداري. عکس له ارشیفه
د پاکستان پيپلز ګوند چیرمین بلاول بوټو زرداري. عکس له ارشیفه

پاکستانۍ رسنۍ وايي په اسلام اباد کې د پيپلز پارټۍ د پلويانو او پوليس ترمنځ په نښتو کې ځينې کسان ژوبل شوي او د ګوند يوشمېر پلويان یې هم نيول شوي دي.

د پاکستان يوه شخصي ټېليويژن (جيو) پوښښ ښيې چې پکې پوليسو ځينې کسان په زوره د پوليسو ګاډو ته خېژوي.

پر دې موقع د پيپلز ګوند يو مشر راجه پرويز اشرف رسنيو ته وويل: (نن دې موږ ايسار کړو خو موږ به بيا بيا راځو. ستا جېلونه، ستا ځولنې، ستا اوښلن ګېس، ستا ګولۍ او کوتک زموږ لار نشي نيولای.)

دا په داسې حال کې ده چې د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري نن په اسلام اباد کې د احتساب قامي ادارې مرکزي دفتر ته وړاندېکېدو چې د نوموړي د پلويانو او پوليسو ترمنځ نښتې پیل شوې.

رسنۍ د پوليسو له خولې وايي چې د پيپلز ګوند پلويان ځکه نيول شوي دي چې د سرکار په کار کې يې مداخلت کوو. رسنۍ وايي د احتساب قامي ادارې له بلاول بوټو د بلاول ګروپ اف کمپنۍ په اړه پوښتنې کولې.

XS
SM
MD
LG