د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن د مې پر ۲۸مه متحده عرب اماراتو ته تللی دی.
هغه د مې پر ۲۸مه ناوخته پر ټويټر ليکلي چې هغه به د اماراتو له چارواکو سره د سيمه ييز امنيت پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.
بولټن په داسې وخت کې متحده عرب اماراتو ته تللی چې د ايران او امريکا اړيکې ډېرې خرابې دي.
په سيمه کې سعودي عرب او متحده عرب امارات د ايران سيال او د امريکا دوست هېوادونه دي.