د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپايي پارلیمان لپاره ټاکنې دوام لري


په بلغاریه کې د ټاکنو بهیر
په بلغاریه کې د ټاکنو بهیر

پر ۲۷ هېوادونو مشتملې، د اروپايي ټولنې له لسګونه ملینونو رایو اچونکو څخه غوښتنه شوې چې د دې ټولنې د راتلونکي پارلیمان لپاره دې د انتخاباتو پر څلورمه ورځ رایې واچوي.

جرمني، فرانسه، ایټالیه، بلغاریه، رومانیا، کرویشیا او هنګري په هغو هېوادونو کې شامل دي چې د مې پر ۲۶مه به په سټراسبرګ کې د ۷۵۱ غړي لرونکي اروپايي پارلیمان د استازو د منتخبولو لپاره رایې اچوي.

د مې له ۲۳مې راهیسې د اروپايي ټولنې اوو نورو غړو هېوادونو خپلې رایې کارولې دي او غیر حتمي نتیجې به په ايټالیه کې د رایې اچونې عمل له ختمېدو وروسته خپرېږي.

نظر پوښتنې ښیې چې ښې لاسي پاپولیسټان یا د اروپايي ټولنې مخالفه به د پارلیمان په نوی خونه کې دریمه برخه رایې وګټي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG