د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي هېواد یې په فارس خلیج کې له ګاونډیو عربي هېوادونو سره متوازنه اړیکې جوړول غواړي.
نوموړي د جارحیت د مخنیوي یوې موافقې لاسلیکولو غږ هم کړی دی.
جواد ظریف دا خبري د مې پر ۲۶مه په بغداد کې له خپل عراقي سیال محمد علي الحکیم سره په یوه ګډه خبري غونډه کې په داسې وخت کې وکړې چې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
په دې موقع محمد علي الحکیم وویل، بغداد د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړي په حیث کار کول غواړي خو نوموړي پر دې خبره هم ټینګار وکړ چې عراق به د امریکا د یو اړخیزه ګامونو پر ضد درېږي.
جواد ظریف په دې موقع وویل، هېواد یې د خپلو ځواکونو او اتحاد له لارې اقتصادي او پوځي دواړو جنګونو ته د غبرګون ښودولو جوګه دی.