د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برتانیا وزیر اعظمه خپله دنده پرېږدي


د برتانیا وزیر اعظمې تېرېزا مې ویلي، د راتلونکې میاشتې په اوومه له خپلې دندې استعفا ورکوي.

نوموړې د مې پر ۲۴مه په لندن کې د وزیر اعظم د دفتر مخې ته خبریالانو ته وویل، د نوي وزیر اعظم تر ټاکنې به د عبوري وزیر اعظمې په توګه دنده ترسره کړي.

مې د خپل ګوند کنزرویټیو لخوا په خپل وخت له اروپایي ټولنې د نه وتلو پر سر له فشارونو سره مخامخ وه.

ټاکل شوې چې برتاینا له اروپایي ټولنې د روان کال اکتوبر پر ۳۱ مه ووځي.

خو پارلېمان لا هم له ټولنې د وتلو لپاره شرایط نه دي منظور کړي.

XS
SM
MD
LG