د لاسرسي ځای

تازه خبر

مودي وايي د هېواد پرمختیا لپاره لا زیات کار کوي


مودي وايي د هېواد پرمختیا لپاره لا زیات کار کوي
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:17 0:00

هندي وزیراعظم نرېندرا مودي د بارتیا جنتا ګوند په مشرۍ د ملي جمهوري اېتلاف انتخاباتي بریا ولس ته ډالۍ کړې. نوموړي پرون ماخوستن په نوي دلي کې پلویانو ته په وینا کې ژمنه وکړه چې د هېواد پرمختیا لپاره به لا زیات کار کوي. تر ده مخکې د اپوزیشن کانګرس مشر راهول ګاندي خپله ماته ومنله. دا له ۱۹۸۴ز کال راهیسې لومړی ځل دی چې بارتیا جنتا ګوند په دومره لوی اکثریت د هېواد پارلېماني ټاکنې ګټلې دي. د امریکا، پاکستان او افغانستان په ګډون ګڼو مشرانو مودي ته د مبارکۍ پیغامونه استولي.

XS
SM
MD
LG