د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هندیو انتخاباتو کې د نرېندرا مودي ګوند لوی بری


د بارتیا جنتا ګوند ملاتړي بریا لمانځي
د بارتیا جنتا ګوند ملاتړي بریا لمانځي

پراګ - د هند ځايي او نړیوالې رسنۍ وايي، د مې پر ۲۳مه، د انتخاباتو نارسمي نتیجې ښيي چې د وزیراعظم نرېندرا مودي د بارتیا جنتا ګوند (بي جې پي) په مشرۍ ملي جمهوري اېتلاف په لوی اکثریت بریا تر لاسه کړې.

د هند کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي په نوي دلي کې خبري غونډې ته په وینا کې په انتخاباتو کې خپله ماته ومنله او وزیراعظم نرېندرا مودي ته یې مبارکي وویله.

نوموړي په امېټي سیمه کې د خپلې حلقې څوکۍ په اړه وویل چې هغه ورڅخه د بي جې پي سیاستوالې سمېتا ایرانۍ ګټلې.

راهول ګاندي هیله وښوده چې د هېواد نوی وزیراعظم نرېندرا مودي به د ټول ولس ګټو ته پام کوي.

ټایمز اف انډیا، انډیا ټوډې، بي بي سي او رویټرز اژانس ویلي، ملي جمهوري اتحاد (اېن ډي اې) دا ځل د ۲۰۱۴ز پرتله په خورا لوی اکثریت بریالی شوی دی.

رسنۍ وايي، دا له ۱۹۸۴ز کال راهیسې د بارتیا جنتا ګوند تر ټولو لویه انتخاباتي بریا ده.

ټایمز اف انډیا ورځپاڼه وايي، د اپوزیشن کانګرس ګوند په مشرۍ مترقي اېتلاف پر ۸۳ څوکیو د بري په حال کې دی.

هلته انتخاباتي کمېشن وايي، بي جې پي پر ۳۰۰ څوکیو له خپلو سیالانو څخه د زیاتو رایو اخیستو په حال کې دی.

موږ به له ټولو سره یو ځای پیاوړی او ټولشموله هند جوړوو.
نرېندرا مودي

په هند کې د بي جې پي پلویان د بري خوشالۍ لمانځي.

په نوي دلي کې د وزیراعظم نرېندرا مودي یوې ملاتړې میناکاشي لېکي رویټرز اژانس ته وویل، د بریا لامل په تېرو پېنځو کلونو کې د بي جې پي ښه کارکردګي وه:

"نرېندرا مودي صاحب بیا زموږ وزیراعظمېږي. تاسې ټول د پېنځو کلونو کار او د هغې پایلې وینئ. هغه په هره څانګه او برخه کې کار وکړ چې ټولو ته څرګند دی."

خو شنونکو رویټرز اژانس ته ویلي چې د نرېندرا مودي پېنځه کلنې واکمنۍ په هندۍ ټولنه کې وېش پیدا کړی وو او د ۲۰۱۸ز کال په ډېسېمبر کې یې په درو ایالتونو کې ټاکنې وبایللې.

یو شمېر شنونکو ویلي، مودي د انتخاباتي کیمپېن پر مهال تر فشار لاندې وو ځکه چې خلک په هېواد کې د شیانو بیو لوړېدو او د بې کارۍ زیاتېدو له لامله غوسه ول.

نرېندرا مودي د مې پر ۲۳مه د لومړنیو نتیجو تر راتګ وروسته پر ټوېټر په یوه بیان کې وویل: "موږ به له ټولو سره یو ځای پیاوړی او ټولشموله هند جوړوو."

د مودي ټوېټر بیان

د هند لوک سبا (ولسي جرګې) انتخابات د نړۍ تر ټولو لویه ټاکنه بلل کېږي چې د اپرېل له ۱۱مې څخه د مې تر ۱۹مې پورې روان ول او د انتخاباتي کمېشن له وینا سره سم، شاوخوا ۹۰۰ میلیونه هندیان د ووټ ورکولو وړ ول.

دا انتخابات په اووه مرحلو کې وشول چې پر مهال یې په بېلا بېلو سیمو کې د تاوتریخوالي ځېنې پېښې وشوې، خو په ټوله کې انتخابات په ارامه فضا کې تېر شول.

د هند انتخاباتي کمېشن د لوک سبا یا ولسي جرګې له ۵۴۳ څخه په وېلور سیمه کې د یوې څوکۍ انتخابات او نتیجې لغوه کړي.

هلته، په ایالتي جرګو کې لویه سیالي د بي جې پي او کانګرس پر ځای د وړو سیمه ییزو ګوندونو او اېتلافونو ترمنځ وه چې په اړه یې لومړنۍ نتیجې راروانې دي.

د وزیراعظم نرېندرا مودي بارتیا جنتا ګوند په مشرۍ اېتلاف په ۲۰۱۴ز کال ۲۸۲ څوکۍ ګټلې وې.

د هند له قانون سره سم، هر ګوند چې د لوک سبا ۲۷۲ څوکۍ وګټي، حکومت جوړولای شي.

د هند انتخاباتي کمېشن په وینا، ټاکل شوې چې د هېواد د ولسي جرګې رسمي انتخاباتي پایلې د مې ۲۳مې تر ماښامه اعلان شي.

د بي جې پي او کانګرس مشران په پلازمېنه نوي دلي کې انتخاباتي نتیجې څاري.

شنونکي زیاتوي چې د ۲۰۱۹ز کال په فبرورۍ کې د هند تر واک لاندې کشمیر کې پر سرتېرو د پاکستان مېشته وسله والې ډلې جیش محمد تر موټر بم ځانمرګي برید وروسته چې د نوي ډیلي او اسلام اباد اړیکي ترینګلي شول او د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی وشو، نو ښايي دې حالاتو په کیمپېن کې د مودي د ښي لاسي بارتیا جنتا ګوند پوزیشن پیاوړی کړ.

نړیوال غبرګونونه

د پاکستان وزیراعظم عمران خان پر ټوېټر په بیان کې خپل هندي سیال نرېندرا مودي ته د بریا مبارکي ویلې.

نوموړي هیله ښودلې چې له مودي سره به په جنوبي اسیا کې د سولې او پرمختیا په برخو کې ګډ کار وکړي.

افغان ولسمشر اشرف غني پر ټوېټر مودي ته مبارکي وویله. نوموړي هیله ښودلې چې د ده او د هند حکومتونه به د سیمه ییز امنیت او سولې په برخو کې همکارۍ نورې پراخې کړي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند روېش کمار پر ټوېټر د ځېنو نورو نړیوالو مشرانو پیغامونه هم خپاره کړي.

د نوموړي په وینا، روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین، مودي ته د مبارکۍ په پیغام کې پر سیمه ییزو او نړیوالو موضوعاتو په ګډه کار کولو ته چمتووالی ښودلی.

کمار پر ټوېټر د چینايي ولسمشر شي جېن پېنګ، د جاپان وزیراعظم شېنزو ابې، د سريلانکا ولسمشر مایترېپالا سریسینا، د بنګلادېش شېخ حسینې او اسراییلي وزیراعظم بېنیامین نتنیاهو په ګډون د یو شمېر نورو سیمه ییزو او نړیوالو مشرانو د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG