د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاڼېدار ویل لور به دې تښتېدلې وي: د فرشتې پلار


د فرشتې دا تصویر د هغې پلار رسنیو ته ورکړی دی

د فرشتې پلار د اسلام اباد کلیوالو سیمو اېس پي ته د چک شهزاد تاڼې د اېس اېچ او محمد عباس خلاف شکایت لیک استولی چې پکې نوموړي د اېس اېچ او په ګډون د دغه تاڼې پر ټولو اهلکارانو د ناغېړۍ/غفلت تور لګولی.

د مومندو د وژل شوې لس کلنې فرشتې پلار محمد نبي کاږي چې لور یې د مې پر ۱۵مه نېټه له کوره بهر لوبو ته وتلې وه او بیرته نه شوه راستنه نو دی او د کورنۍ نور غړي یې په لټون پسې ووتل خو و یې نه موندله. دی لیکي چې د هم هغې ورځې تر روژه ماتې پس د چک شهزاد تاڼې ته د خپلې لور فرشتې د ورکېدو رپوټ درجولو ته ولاړو خو د ده په لیکنه د تاڼې اېس اېچ او محمد عباس له دوی سره ناوړه چلند وکړ او ان دا یې ویل چې لور یې کېدای شي له خپل اشنا/یار سره تښتېدلی وي.

د اېس اېچ او محمد عباس خلاف د فرشتې د پلار شکایت لیک
د اېس اېچ او محمد عباس خلاف د فرشتې د پلار شکایت لیک

د فرشتې پلار په دغه شکایت لیک کې کاږي چې اېس اېچ او محمد عباس ان په ده او ده په زوی د تاڼې صفایانې هم کولې. محمد نبي کاږي د تاڼې له اهلکارانو چې مایوسه شو نو یې د مومندو مشران وربلل او هغوی هم تاڼې ته ورسره ولاړل او اېس اېچ او ته دړکه ورکړه که د فرشتې رپوټ و نه کښلی نو د اسلام اباد های کورټ ته به د ده خلاف شکایت یوسي. د همدې دړکې پس هغه په زړه نا زړه حالت کې د ده د لور ورکېدو پرچۍ وکښله.

د فرشتې ورکېدلو، له هغې سره جنسي تېري او بیا وژلو په پاکستان کې پر ټولنیزو رسنیو ولسي قهر راپارولی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او په قامي اسمبلۍ کې د وزیرستانونو دوه استازي علي وزیر او محسن داوړ هم د فرشتې پلار ته ورغلي او هغه ته یې ډاډ ورکړی چې د انصاف ترلاسه کېدو به ورسره مله وي.

د علي وزیر او محسن داوړ په مشرۍ د فرشتې ته د انصاف لپاره احتجاجي مظاهره
د علي وزیر او محسن داوړ په مشرۍ د فرشتې ته د انصاف لپاره احتجاجي مظاهره

د فرشتې مړی د مې پر ۲۱مه نېټه د اسلام اباد په چک شهزاد سيمه کې وموندل شو چې وروسته د پولي کلینک روغتون عملې د پوسټ مارټم چارو کې ځنډ کاوه خو کله چې له مومند سیمې او دغه ډول په اسلام اباد کې مېشتو فعالانو احتجاج بیل کړ نو د هغې پوسټ مارټم وشو.له دې پس د فرشتې مړی د هغې د کورنۍ غړیو د اسلام اباد په ترامړي چوک کې ایښی وو او له حکومته يې غوښتنه کوله چې د هغې قاتلان دې ونيول شي او د شهزاد ټاون تاڼې عمله دې د ناغېړي په کولو له دندې ګوښه کړل شي.

په سېشنبه له روژه ماتي پس د وزيراعظم ځانګړي مرستیال علي اعوان د مظاهره چیانو له یوې اته کسيزې کمېټۍ سره د لیدو پر وخت ډاډ ورکړ چې حکومت به يې ټولې غوښتنې مني او همدا وو چې هغوی بیا خپل احتجاج پای ته ورساوه او د فرشتې مړی یې په هم هغه شپه خاورو ته وسپارلی.

د دغه احتجاجونو پس د اسلام اباد پوليسو یوه مشر وقار الدين سيد د شهزاد ټاون تاڼې اېس اېچ او محمد عباس له دندې ګوښه کړ او د هغه په باب یې د پلټنو حکم ورکړ. بلخوا د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قیصرد وژل شوې ماشومې فرشتې د کورنۍ له غړیو سره تر لیدو پس رسنيو ته ويلي دي چې د اغېزمنې کورنۍ ټولو اندېښنو ته به ځواب وايي او د پېښې به په هره کچه پلټنې ګروږنې کوي.

د فرشتې پلار ګل نبي مشال راډيو ته وويل: ''د مې پر شلمه د شپې په اته بجې شهزاد ټاون تاڼې کې موجود ول چې اطلاع ورته راغله چې تاڼې سره خوا کې د یوې ماشومې مړی موندل شوی دی او چې کله زه ورغلم نو له جامو او پیزاره مې وپېژندله چې دا د فرشتې مړی دی ځکه چې حالت یې ډېر خراب وو او ظالمانو یې مخ او ويښتان ورسوځولي ول او د وجود ځينې برخې یې ځناورانو خوړلې وې.''

د ذکر ده چې د فرشتې پلار دا تور پورې کاوه چې د مې پر پنځلسمه چې یې کله د لور د ورکېدو اېف ای ار درجولو لپاره تاڼې ته ورغلل نو پوليسو ورسره همکاري ونکړه خو د مې پر نولسمه پوليسو د ځينو سياستوالانو، وکيلانو او خبریالانو د هڅو وروستو ورله اېف ای ار درج کړ.

XS
SM
MD
LG