د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرشته خاورو ته وسپارل شوه


د فرشتې دا تصویر د هغې پلار رسنیو ته ورکړی دی
د فرشتې دا تصویر د هغې پلار رسنیو ته ورکړی دی

د اسلام اباد په چک شهزاد سيمه کې د مومندو لس کلنې ماشومې فرشتې مړی یې بېګا ماسخوتن د احتجاج ختمولو پس په دې ډاډګېرنه خاورو ته وسپارلی چې حکومتي استازیو یې غوښتنې ومنلې.

په سېشنبه له روژه ماتي پس د وزيراعظم ځانګړي مرستیال علي اعوان د مظاهره چیانو له یوې اته کسيزې کمېټۍ سره د لیدو پر وخت ډاډ ورکړ چې حکومت به يې ټولې غوښتنې مني او همدا وو چې هغوی بیا خپل احتجاج پای ته ورساوه او لاره یې د ټرافیکو پرمخ خلاصه کړه.

د فرشتې مړی په سېشنبه د نهې په ورځ د هغې د کورنۍ غړیو د اسلام اباد په ترامړي چوک کې ایښی وو او له حکومته يې غوښتنه کوله چې د فرشتې قاتلان دې ونيول شي او د شهزاد ټاون تاڼې عمله دې د ناغېړي په کولو له دندې ګوښه کړل شي.

د مظاهره چیانو یوه استازي نثار مومند مشال راډيو ته وويل حکومت ته يېڅلور غوښتنې وړاندې کړې چې د شهزاد ټاون تاڼې کارمندان له دندو ګوښه کړي او د فرشتې وژونکي دې ژر تر ژره ونيسي او له کړېدلې کورنۍ سره دې مالي مرستې وکړل شي.

د نوموړي وينا وه د حکومتي استازیو تر ډاد او باور پس یې خپل احتجاج ختم کړ او د فرشتې مړې يې بېګا ماسخوتن ناوخته خاورو ته وسپارلو.

بلخوا د اسلام اباد پوليسو یوه مشر وقار الدين سيد د شهزاد ټاون تاڼې اېس اېچ او له دندې ګوښه کړی او د هغه په باب یې د پلټنو حکم کړی دی. بلخوا د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قیصرد وژل شوې ماشومې فرشتې د کورنۍ له غړیو سره تر لیدو پس رسنيو ته ويلي دي چې د اغېزمنې کورنۍ ټولو اندېښنې ته به ځواب وايي او د پېښې به په هره کچه پلټنې ګروږنې کوي.

د فرشتې د پوسټ مارټم راپور خو لا نه دی راغلې خو د هغې پلار او پوليس ګمان کوي چې لور یې تر جنسي تېري وروسته وژل شوې ده.

د فرشتې پلار ګل نبي مشال راډيو ته وويل: ''د مې پر شلمه د شپې په اته بجې شهزاد ټاون تاڼې کې موجود ول چې اطلاع ورته راغله چې تاڼې سره خوا کې د یوې ماشومې مړی موندل شوی دی او چې کله زه ورغلم نو له جامو او پیزاره مې وپېژندله چې دا د فرشتې مړی دی ځکه چې حالت یې ډېر خراب وو او ظالمانو یې مخ او ويښتان ورسوځولي ول او د وجود ځينې برخې یې ځناورانو خوړلې وې.''

د ذکر ده چې د فرشتې پلار دا تور پورې کاوه چې د مې پر پنځلسمه چې یې کله د لور د ورکېدو اېف ای ار درجولو لپاره تاڼې ته ورغلل نو پوليسو ورسره همکاري ونکړه خو د مې پر نولسمه پوليسو د ځينو سياستوالانو، وکيلانو او خبریالانو د هڅو وروستو ورله اېف ای ار درج کړ.

XS
SM
MD
LG