د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ماشومانو ژغورنې روزنیز مرکزونه پکار دي'


له ارشیفه
له ارشیفه

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په حکومت غږ کړی چې په ماشومانو د جنسي تېريو د مخنيوي لپاره دې میندو پلرونو او استادانو ته روزنه ورکړې او رسنۍ دې پابندې کړي چې په دې لړ کې د پوهاوي پروګرامونه وکړي.

د کمېشن مشر مهدي حسن د نهې پر ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې دا خبره هم وکړه چې له جنسي ځورونو د ماشومانو ژغورلو مالومات دې د تعليمي نصاب برخه جوړه کړل شي:

''يو استاد بايد خپل شاګرد ته دا ووايي چې په کوم ځای کې هغه ته خطره محسوسول پکار ده او له چا چا سره هغه تر کومه حده او څومره ګپ لګولی شي. له غټانو سره د ده رويه څنګه پکار ده. نو دا ټولې خبرې بايد زموږ د تعليم حصه وي خو زموږ تعليمي نصاب کې دا نشته او نه هم استادانو ته په دې لړ کې ټرېنینګ ورکړل شوی دی.)

پاکستان کې په ۲۰۱۸ز کال کې له ۳۸۳۲ ماشومانو سره د جنسي تېريو پېښې ثبت شوې دي.

مهدي حسن وايي له بده مرغه په دې هېواد کې د پوليسو هم ټرېننګ نه دی شوی چې د ماشومانو په خونديکولو کې د دوی څه رول جوړېږي.

نوموړی وايي د حکومت زمه واري جوړېږي چې د يادو خبرو عمليکولو لپاره زر تر زره ګامونه پورته کړي.

موږ هڅه وکړه چې پر دې اړه له حکومتي چارواکو سره خبرې وکړو خو بريالي نشو.

البته په پېښور کې د ماشومانو حقونو مبارز ارشد محمود وايي له حکومته هم زياته زمه واري د مور پلار جوړېږي.

نوموړي د نهې پر ورځ مشال رېډيو ته وويل چې مېندو پلرونو لره پکار دي چې هر ځای خپل بچي تر خپلې څارنې لاندې و ساتي:

''ړومبۍ مهمه خبره دا ده چې مور پلار له خپلو بچو سره د اعتماد رشته جوړه کړي او دارنګ که بچي سره څه بد کېږي نو چې هغه يې له مور پلار سره په شريکولو کې نه وېرېږي. بله دا چې مور پلار بچي پر دې پوهه کړي چې يو تن ستا د بدن کومې برخې له لاس نشي وروړی او که فرض که وروړي نو تاسو به په چغه وايي چې ((نا)). د خپل ماشوم د ټيوشن استاد، سکول، مدرسه، جومات يانې هر هغه ځای چې ستا بچی ورځي بايد هغه تر خپل نظر لاندې وساتل شي.''

په پاکستان کې له ماشومانو سره د جنسي تشدد پېښو ثبتولو غير سرکاري ادارې ساحل د اپريل په دريمه په خپل یوه تازه راپور کې ويلي وو چې د ۲۰۱۷ز کال په پرتله په ۲۰۱۸ز کال کې له ماشومانو سره په جنسي تشدد کې ۱۱ فيصده اضافه شوې ده او هره ورځ له لسو زيات ماشومان د جنسي تشدد ښکارېږي.

په راپور کې ويل شوي چې په څلور واړو صوبو کې په ۲۰۱۸ز کال کې له ۳۸۳۲ ماشومانو سره د جنسي تېريو پېښې ثبت شوې دي. د راپور له مخې له ماشومانو سره د جنسي تشدد ۷۲ فيصده پيښي په کلېواليو سيمو او ۲۸ فيصده په ښارونو کې رامنځ ته شوي دي.

XS
SM
MD
LG