د روس د امنیت فډرالي اداره وايي، د اسلامي دولت ډلې وسله وال د افغانستان په شمالي برخو کې سره را غونډېږي.
دا خبره د یادې ادارې مشر الیګزنډر بورتنیکوف د مې پر ۲۱مه په تاجکستان کې کړې ده چې له افغانستان سره یوه اوږده پوله لري.
هغه ویلي چې دا وسله وال د افغانستان په هغو برخو کې را پورته کېږي چې په منځنۍ اسیا کې د شوروي له پخوانیو غړیو هیوادونو سره پر پوله پرتې دي.
نوموړي زیاته کړې چې دی د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د داعش د پنځه زره وسله والو بیا ګمارل کېدو په اړه اندېښنه لري.
د ده په وینا، د هغوی د خپرېدو د مخنیوي لپاره باید پر پوله کلک ګامونه پورته کړل شي.
د امریکا پوځ اټکل کوي چې په افغانستان کې به د داعش ډلې شاوخوا دوه زره وسله وال وي.