د لاسرسي ځای

تازه خبر

بحرین د اسرایلو او فلسطین د جوړ جاړي غونډې کوربه


د بحرین بیرق. عکس له ارشیفه
د بحرین بیرق. عکس له ارشیفه

امریکا به په بحرین کې د هغه نړيوالې غونډې کوربتوب کوي چې پکې به د ولسمشر ټرمپ د اوږدې مودې راهیسې د ځنډ ښکار د اسرایلو او فلسطین د سولې پلان لومړۍ برخه په ډاګه کېږي.

د جون پر ۲۵مه او ۲۶مه په دې غونډه کې به د اسراییل او فلسطین ترمنځ د شخړې ختمولو د اقتصادي ګټو په اړه خبرې کېږي.

د سولې په دې پلان کې د فلسطین په خاوره د لوړې کچې پانګونه او انتظامي جوړښت کارونه شامل دي.

خو د راپورونو له مخې د بحرین په غونډه کې د مهمو سیاسي عناصرو په اړه معلومات مخې ته نه دې راغلي او په غونډه کې به د شخړې په مهمو نکتو لکه د پولو، بیت المقدس حیثیت، فلسطیني کډوال او اسراییل امنیت په اړه بحث نه کېږي.

ولسمشر ټرمپ دا د پیړۍ یوه موافقه بللې ده خو فلسطیني چارواکو د امریکا پر دې هڅو تنقیدونه کړي او ګمان کوي چې دا د امریکا مهم اتحادي اسراییل په حق کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG