د لاسرسي ځای

تازه خبر

''اپوزیشن ته د احتجاج موقع حکومت په لاس ورکړې''


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان

د جمعیت العما اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وايي، د اپوزیشن ګوندونو په مشوره به تر اختر وروسته د حکومت خلاف احتجاجونو لپاره ټول ګوندیزه غونډه رابولي.

نوموړي د ګل پر ورځ مشال رېډيو ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، د اپوزیشن ګوندونو ترمنځ په تېرو څو میاشتو کې ډېر اختلافات پاتې شوې دي خو د اتوار له غونډي داسې څرګندېږي چې د حکومت خلاف ټول یو دریځ لري.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په بلنه د اتوار په ماښام په یوه غونډه کې اپوزیشن ګوندونو پرېکړه وکړه چې د حکومت خلاف به تر اختر وروسته احتجاج پیلوي.

خو پوښتنه دا ده چې په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو ترمنځ اختلافاتو ته په کتو دا ممکنه ده چې د حکومت پرضد به د اپوزیشن احتجاجونه بریالي شي؟

د سیاسي چارو پوه ډاکټره خالده غوث وايي، په پاکستان کې وړاندې هم سیاسي ګوندونه د حکومتونو خلاف یوځای شوي دي او مشترکه دریځ یې خپل کړی دی.

''په موجوده وخت کې په پاکستان کې سیاسي ګوندونه د درغلیو، نېب او ګرانۍ په اړه یو شان دریځ لري. موجوده حکومت پخپله اپوزیشن ګوندونو ته د احتجاجو لپاره موقع ورکړې ده. د پي ټي ای حکومت له پکار ده چې په معاشي، ټولنیزه او سیاسي توګه خپلې پالیسیانې سمې کړي او اپوزیشن ته د احتجاجونو موقع ورنکړي. موجوده حکومت زیات پام درغلیو ته کړی دی او ولس یې له پامه غورځولی دی. په ټولنه کې د اطمینان لپاره ضروري ده چې استحکام پیدا کړل شي خو په دې لړ کې د موجوده حکومت ګامونه نه ترسترګو ګېږي.''

د سیاسي چارو یو بل کارپوه او خبریال حامد میر وایي، نطریاتي اختلاف لرونکي اپوزیشن ګوندونه اکثره د بېلا بېلو حکومتونو او امریت خلاف یو شوي دي. نوموړی زیاتوي، د اپوزیشن لخوا د موجوده حکومت پرضد احتجاجونه د خپل سیاست بچ کولو لپاره دي.

''مسلم لیګ ن ګوند او پیپلز پارټي پخپله د یو تحریک چلولو په پوزیشن کې نه دي ځکه چې مشران یې په بېلا بېلو مقدمو کې ګېر دي خو دوی دا محسوسه کړې چې په پاکستان کې ګراني او د ولس ستونزې زیاتې شوي دي. دا ګوندونه وېرېږي چې که ولس خپله راوت نو د مولانا فضل الرحمن غوندي کسان چې له وړاندېاحتجاجونه کوي، ولس به ورسره یوځای شي. او بیا به مولانا صاحب مخکې شي او دوی به وروسته پاتې شي. اپوزیشن ګوندونو ته داسې ښکاري که د حکومت خلاف احتجاجونو کې دوی خاموشه پاتې شول نو کېدای شي چې سیاست ته یې زیان ورسېږي.''

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اتوار پر ورځ یوې غونډي ته د خبرو پر وخت ویلي چې د تېرو حکومتونو د پالیسیو له وجې یې حکومت بهرنیو قرضو او اقتصاد په برخه کې له ګڼو مشکلاتو سره مخامخ شوی خو پر خپلو هغو ژمنو یې ټینګار کړی چې ډېر ژر به پاکستان په سیمه کې په تندۍ سره پرمختللی هېواد وګرځي.

XS
SM
MD
LG